IQNA

حامد کرزي د افغان نجونو لپاره د ځینو هیوادونو له خوا د تعلیمي بورسونو تود هرکلی وکړ

13:58 - June 10, 2026
د خبر لمبر: 3492886
ایکنا- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له خوا  افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده.

یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه قطري بنسټ (زده کړې له هر څه وړاندې) له خوا  افغان نجونو ته د لوړو زده‌کړو د بورسونو د برابرولو ستاینه کړې ده

حامد کرزي په یوې بیانیې کې ویلي چې د دې پروګرام له لارې ۷۴  افغان نجونې د امریکا د متحدوایالتو  له بېلابېلو پوهنتونونو فارغې شوې دي.

نوموړي فارغو شویو نجونو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د دوي بریا نه یوازې د محصیلینو لپاره، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم یو مهم پرمختګ دی.

کرزي د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پر دوام ټینګار کړی او زده‌کړې ئې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ بنسټیزه اړتیا بللې ده.

هغه همداراز د لوستو او مسلکي کسانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې او ټینګار ئې کړی چې د نجونو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، څو خپلې زده‌کړې په هېواد دننه هم دوام ورکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i173862  

captcha